۸صبح، کندهار: کندهار ولایت کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د دولتي کارکوونکو لپاره د ږیرې او لونګۍ لرل جبري کړي دي.
کندهار کې د طالبانو د ولایت مقام له خوا صادر شوی مکتوب، چې یکشنبه د لړم پر ۲۹ د ۸صبح ورځباڼې لاس ته رسېدلی دی ښیي، چې طالبانو امر کړی ترڅو له دې وروسته په دغه ولایت کې دولتي کارکوونکي ږیره پرېږدي او لونګۍ په سر کړي.
په دغه مکتوب کې ذکر شوي، چې په دې ولایت کې ټول دولتي کارکوونکي باید ځانونه په مستحباتو برابر کړي.
په دغه مکتوب کې راغلي: «هغه ماموران چې د دندې پرمهال خپله ږیره لنډه کړي او یا په دنده کې لونګۍ په سر نه کړي، له دندې به ګوښه شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په نیمروز ولایت کې د دولتي ادارو له کارکوونکو د ږیرۍ له نه خرېیلو ضمانت اخیستی دی.
نیمروز کې سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو محکمې د دولتي ادارو له ټولو کارکوونکو ضمانت اخیستی دی ترڅو خپلې ږیرې ونه خرېیي او ځان د «پیغمبر په سنتونو» او «افغاني کلتور» برابر کړي.
د ویلو ده، چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره هغوی د هېواد د وګړو د ژوند پر بېلابېلو برخو محدودیتونه لګولي دي.