په سمنګان کې د طالبانو والي خپل یو ساتونکی د دې ولایت سرپرست ټاکلی دی

۸صبح، سمنګان: د سمنګان ولایت ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي مولوي عبدالاحد فضلي خپل یو ساتونکی د سمنګان ولایت د سرپرست په توګه ګمارلی دی.
ځایي سرچینو سه شنبې د لړم په ۲۴مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې په سمنګان کې د طالبانو والي مولوي عبدالاحد فضلي دوې ورځې مخکې کابل ته سفر کړی او پر خپل ځای یې د مولوي سعدالله صمیم په نوم خپل یو ساتونکی د دې ولایت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.
ځایي سرچینې زیاتوي چې د مولوي عبدالاحد فضلي دا کار قومي ريښه لري؛ ځکه د دې ولایت مرستیال مولوي عبدالمنان تاتار هغه د قوم نه دی، چې باید د والي په نشتوالي کې نوموړی د ولایت سرپرستي پرغاړه ولري.
مولوي عبدالاحد فضلي یوه میاشت مخکې د طالبانو د غایب مشر ملاهبت الله اخوندزاده په فرمان د سمنګان د والي په توګه وګمارل شو.
په سمنګان کې د طالبانو مخکیني والي مولوي عبدالرحمن کندزي هم کله چې کابل ته سفر کاوه، خپل سکرتر قاري زبیر موسی زی به یې د ولایت مقام د سرپرست په توګه ټاکه.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په سمنګان کې ددې ډلې ټول چارواکي له یوه قوم څخه ټاکل شوي دي.