طالبانو د ۱۸۰ افغان بندیانو د خلاصون په بدل کې څلور ایراني بندیان ایران ته وسپارل

۸صبح، هرات: په هرات ولایت کې سرچینو خبر ورکړی، چې د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ د لسګونو بندیانو د تبادلې په اړه هوکړه شوې ده.

دغه سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د ایران له زندانونو ۱۸۰ افغان بندیان د څلورو ایراني بندیانو سره چې د طالبانو په زندان کې ول، نن چهارشنبه (د غبرګولي په ۲۴مه) د هرات په اسلام قلعه کې تبادله شول.

دغه شمېر افغان بندیان په بېلابېلو تورونو د ایران په زندانونو کې بندیان وو او د دواړو لورو له هوکړې وروسته هېواد ته راوستل شول.

د سیمه ییزو طالب چارواکو په وینا، ټاکل شوې دغه بندیان د هرات زندان ته انتقال شي.

بل خوا هغه څلور ایراني وګړي چې په افغانستان کې بندیان وو، د هغه هېواد حکومت ته وسپارل شول.

دغه کسان چې دوه نارينه او دوه ښځې هم په کې شاملې دي، د نشه يي توکو د قاچاق او له کوره د تېښتې په تور د طالبانو په زندانونو کې وو.

د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ هم په نیمروز ولایت کې طالبانو د ایران له زندانونو د ۱۰۰ افغان بندیانو د انتقال خبر ورکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او ایران ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، تراوسه د ایران له بېلابېلو زندانونو شاوخوا دوه زره افغان بندیان دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.

Back to top button