طالبانو د افغانستان جنوب لویدیځې سیمې لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر نیولی دی

۸صبح، هلمند: په هلمند ولایت کې باوري سرچینې تاییدوي، چې طالبانو د افغانستان جنوب لویدیځ لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ سیمه ییز مشر (نورالله کلیوال) نیولی دی.

کلیوال د دوشنبې په ورځ (کب ۲۹) په هلمند ولایت کې ونیول شو او تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

خو په هلمند کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه د کليوال د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

تر دمګړۍ د طالبانو له خوا د افغانستان جنوب لویدیځ لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ سیمه ییز مشر د نيول کېدو لامل نه دی معلوم.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دې وروستیو کې په هلمند کې ګڼ شمېر ځوانان نیولي، چې تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

Back to top button