طالبانو د غزني په دیني مدرسو کې پر ۱۶۸ خالي بستونو خپل کسان ګومارلي دي

۸صبح، غزني: د غزني ولایت ځايي سرچینې وايي، د طالبانو د پوهنې ریاست د يوې ننداريزې ازموینې له اخيستو وروسته، د دغه ولایت د دیني مدرسو پر ۱۶۸ خالي بستونو خپل اړوند کسان ګومارلي دي.
سرچینو د پنجشنبې په ورځ د چنګاښ په لومړۍ نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د طالبانو د پوهنې ریاست درې اونۍ وړاندې په دیني مدرسو کې دغه شمېر خالي بستونه اعلان کړي وو او درې ورځې وړاندې يې د ښوونکو د ګومارلو لپاره د معیارونو له په پام کې نیولو پرته، د يوې ننداريزې ازموینې له اخیستو وروسته پر دغو بستونو خپل کسان ګومارلي دي.
سرچينو زياته کړې، چې د طالبانو د اسلامي تعلیماتو معينیت په مستقيم ډول په دغو مقرراتو کې لاسوهنه کړې او د دغو بستونو لپاره يې د نوماندانو له نوملړ ه د هغو کسانو نومونه اېستلي دي، چې په دې ډلې پورې اړه نه لري.
د غزني ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده، چې طالبان له دې وړاندې هم په ګڼو موردونو کې په خپلوۍ پالنې او پر دولتي پوستونو د دې ډلې د غړو په ګومارلو تورن شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر په دې وروستیو کې په یوه وینا کې د تېر حکومت د پوهنې رییسان بې سواده بللي وو