طالبانو په کابل کې د پخواني حکومت د مشرانو جرګې یو غړی نیولی دی

۸صبح، کابل: باوري سرچینې وایي، چې طالب جنګیالیو له بامیان ولایت څخه د مشرانو جرګې پخوانی غړی قیس خان وکیلي په کابل کې نیولی دی.

سرچینو پنجشنبه د سلواغې پر اووه‌ویشتمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې طالب جنګیالیو لومړی د ښاغلي وکیلي یو ساتونکی نیولی او شکنجه کړی او بیا یې په خپله هم بندي کړی دی.

خو سرچينې د مشرانو جرګې د دغه پخواني غړي د نيول کېدو د ځاى په اړه کره جزیيات نه دي ورکړي.

د ښاغلي وکیلي کورنۍ او خپلوانو د هغه د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو له خوا د نوموړي د نیولو لامل نه دی څرګند او دغې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې قیس خان وکیلي د مشرانو جرګې په ۱۷ دوره کې پخوانی سناتور و.

نوموړی د محمد کریم خلیلي په مشرۍ د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند لوړپوړی غړی هم و.

ورته لیکنې

Back to top button