طالبانو په پنجشېر کې د واده له مراسمو څلور ملکي وګړي نیولي دي

۸صبح، پنجشېر: له پنجشېر څخه سیمه‌ییزې سرچینې وایی، چې طالبانو په دغه ولایت کې د واده له مراسمو څلور ملکي وګړي نیولي دي او نامعلومه ځای ته یې لېږدولي دي.

سرچینې جمعه د لیندۍ پر ۱۱ ناوخته ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې طالبانو دغه کسان د چهارشنبې په شپه داسې مهال، چې د درې ولسوالۍ په عبدالله‌خېل سیمه کې د خپلوانو د واده پر مراسمو بوخت وو نیول شوي دي.

دغه کسان د شمعون، صدام‌حسین، شیرعالم او میراکبر په نومونو یاد شوي دي.

د سرچینو په وینا طالبانو د دغو کسانو په نیولو سره د سیمې د اوسېدونکو د واده مراسم ګډوډ کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او د دغو کسانو د نیولو لامل هم نه دی روښانه.

له دې مخکې هم طالبانو په پنجشېر کې لسګونه ملکي وګړي نیولي، شکنجه او په ځینو مواردو کې یې وژلي دي.

ورته لیکنې

Back to top button