طالبانو په کابل کې څلور خبریالان او یو شمېر هغه کسان چې مرکې ورسره شوې، نیولي دي

۸صبح، کابل: کابل ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې د طالبانو له خوا په دغه ولایت کې د څلورو خبریالانو او د یو شمېر هغو کسانو د نیولو خبر ورکوي، چې مرکې ورسره شوې وې.

سرچینې دوشنبه د مرغومي پر دوولسمه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، څلور خبریالان داسې مهال چې د یوه راپور د چمتو کولو لپاره د کابل ښار درېيمې ناحیې ته تللي وو، د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې طالبانو د دغه خبریالانو په ګډون نږدې ۲۰ تنه هغه کسان، چې په سیمه کې وو هم له خبریالانو سره د مرکې په تور نیولي دي.

ویل کېږي، چې طالب جنګیالیو د خبریالانو او نورو کسانو له نیولو وروسته هغوی په درېیمه حوزه کې زنداني کړي دي.

طالابنو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ویلو ده، چې طالبانو له دې مخکې هم تل د خبریالانو پر وهلو ټکول لاس پورې کړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button