طالبانو په پروان او پنجشیر ولایتونو کې دوه پخواني سرتېري نیولي دي

۸صبح، پنجشیر: په پروان او پنجشیر ولایتونو کې ځایی سرچینې وایی، چې طالبانو په دغو ولایتونو کې د تېر حکومت دوه تنه د ملی اردو او پولیسو افسران نیولي دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې په لومړۍ پېښه کې طالبانو د پنجشېر د عنابې ولسوالۍ امنیه قومندانۍ اداري مرستیال نیولی او نامعلوم ځای ته یې لېږدولی دی.
دغه سړى، چې دل آغا نومېده، د پنجشنبې په ورځ د (وري ۱۷) د عنابی ولسوالۍ د ابدرې له کلي څخه نيول شوى دى.
طالبانو د پنجشېر تر واک لاندې راوستو وروسته دل آغا خپل کار ته وروغوښت، خو څه موده وروسته يې له دندې ګوښه کړ.
په یوه بله پېښه کې طالبانو د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د تېر حکومت د اردو یو افسر د دوهم ځل لپاره نیولی دی.
دغه کس نصرالدين سالنګي نوميږي او طالبانو د جمعې په سهار (وري ۱۸) د اولنګ په سيمه کې له خپل کور څخه نيولى او نامعلوم ځاى ته يې ليږدولی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نصرالدين تېر کال د غبرګولي په میاشت کې نيول شوى و او له څه مودې وروسته خوشې شو.
تر اوسه د دغو کسانو د نيولو انګېزه نه ده معلومه. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو پر بنسټ، طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې په پنجشیر او پروان کې د تېر حکومت د سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ کسان نیولي دي.