طالبانو د روغتیا په برخه کې له چین او ایرانه د مرستې غوښتنه کړې

۸صبح، کابل: د طالبانو د عامې روغتیا وزیر په کابل کې د چین له سفیر او د ایران د صادراتو ادارې له مشر سره په جلا جلا کتنو کې، د روغتیا په برخه کې ددغو هېوادونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۴مه) په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي، چې د طالبانو د عامې روغتیا چارسمبالي وزیر (قلندر عباد) په کابل کې د چین له سفیر (وانګ یو) سره په لیدنه کې ویلي چې د جمهوریت روغتون د اړتیاو پوره کولو لپاره، د بیجینګ مرستې ته اړتیا لري.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر دغه راز د چین له سفیره وغوښتل چې ددغې ډلې د روغتیا له وزارت سره د کارکوونکو د روزنیزو پروګرامونو په برابرولو کې، د تفهم‌لیک په لاسلیک کولو سره د عامې روغتیا له وزارت سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې، په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د طالبانو دغه غوښتنه منلې او د همکارۍ ژمنه یې کړې ده.

له بلې خوا قلندر عباد د ایران د صادراتو د ادارې له مشر سره په کتنه کې، له دغه هېواده وغوښتل چې په افغانستان کې د سیروم د تولید فابریکه جوړه کړي.
په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ، د درملو د سوداګرۍ او د طبي تکنالوژۍ پر پراختیا هم ټینګار وکړ.

Taliban MOPH

چین او ایران د هغو څو هیوادونو په ډله کې دي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې له طالبانو سره د خپلو ډیپلوماتیکو او سوداګریزو اړیکو د بیا پیلولو هڅې کړې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د چین د همکارۍ غوښتنه کړې، چې د نړیوالو سازمانونو د راپور له مخې، ددغې ډلې له بیا واکمنۍ وروسته، د دغه هېواد روغتیايي سیستم تر بل هر وخته زیات زیانمن شوی ځکه نو خلکو ته د روغتیایی خدماتو رسول ګډوډ شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button