۸صبح، هرات: هرات کې سیمهییزې سرچینې د هرات په حوزهیي روغتون کې د ښځو پروړاندې له نویو محدودیتونو خبر ورکوي.
سرچینې چهارشنبه د لیندۍ پر نهمه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې طالبانو په یاد روغتون کې د ښځو لپاره ټلویزیوني معاینه منع اعلان کړې ده.
په هغه خبرتیا کې، چې په دغه روغتون کې لګول شوې راغلي: «د سنوګرافۍ لپاره له ښځینه مراجعینو بښنه غواړو.»
دغه محدودیتونه د روانې اونۍ په لومړیو کې په داسې حال کې لګول شوي، چې د هرات په حوزهیي روغتون کې د نارینهوو لپاره سنوګرافي برخه همداراز فعالیت لري.
د سرچینو له قوله طالبانو امر کړی، چې له دې وروسته ښځې اجازه نه لري ترڅو په دې روغتون کې ټلویزیوني معاینه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې په دغه روغتون کې هره ورځ ګڼ شمېر ښځو خپل ټلویزیوني معاینات ترسره کول.