طالبانو د بغلان په خوست ولسوالۍ کې د مقاومت او ازادۍ جبهو ۱۳ تنه پوځیان نیولي دي

۸صبح، بغلان: د خوست له بغلان ولسوالۍ سیمه‌ییزې سرچینې خبر ورکوي، چې د ازادۍ جبهې د یوه نامتو قوماندان داوود خطر په ګډون د مقاومت او ازادۍ جبهو ۱۳ تنه ځواکونه په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

د سرچینو په وینا دغه کسان سه شنبه د مرغومي پر دیارلسمه نېټه داسې مهال، چې د خوست ولسوالۍ له لوري د بغلان جلګې ولسوالۍ ته روان وو، د طالبانو لاس ته ولوېدل.

سرچینې وایي، چې د دغو دوو جبهو نیول شويو ځواکونو د طالبانو د یو شمېر نفوذي کسانو په ډاډ خپل سفر پیل کړی و.

سرچینې زیاتوي، چې له نیول شویو کسانو شپږ تنه د ازادۍ جبهې او اووه تنه نور د مقاومت جبهې غړي دي.

د ویلو ده، چې له طالبانو سره د مقاومت جبهې د نښتو په دوام څو ورځې وړاندې د مقاومت جبهې یو قوماندان خیرمحمد خیرخواه له خپلو کسانو سره د بغلان په اندرابونو کې مړه او تر ۳۰ زیات طالب جنګیالي هم ووژل شول.

ورته لیکنې

Back to top button