طالبانو په کابل کې د پخواني حکومت یو جنرال نیولی دی

۸صبح، کابل: باخبره سرچینې په کابل ښار کې د طالبانو لخوا د پخواني دولت د یوه جنرال د نیولو خبر ورکوي.
سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې طالبانو دغه پخوانی پوځي د شنبې په ورځ (د غوایي په ۹مه)، د کابل ښار له ۱۱مې ناحیې څخه نیولی او نامعلوم ځای ته یې لېږدولی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نيول شوى کس (عبدالمناف خان دره) نومېږي او د تېر حکومت د پوليسو د اکاډمۍ له استادانو څخه و.
جنرال عبدالمناف، د پنجشیر ولایت د درې ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی، چې په کابل ښار کې ژوند کوي.
که څه هم تر اوسه د عبدالمناف د نيول کېدو کره انګيزه نه ده معلومه، خو سرچينې وايي، چې طالبانو هغه ځکه نيولى، چې «پخوانى پوځي» و.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو له خپلې بیاځل واکمنۍ راهيسې، د تېر حکومت سلګونه ملکي او پوځي اړوندان، نیولي، شکنجه کړي او ځينې يې وژلي دي.
په وروستۍ پيښه کې، دغې ډلې درې ورځې مخکې د پخواني حکومت د ملي امنيت يو سرتېرى، د کابل ښار د بابهجان لوا له ترمينل سیمې څخه نيولی او نامعلوم ځاى ته يې لېږدولی.