طالبانو په پنجشېر کې د پخواني حکومت د پوځ د ځانګړې قطعې يو غړى نيولى دى

۸صبح، پنجشیر: ځایي سرچینې په پنجشیر کې د طالبانو لخوا د پخوانی حکومت د پوځ د ځانګړې قطعې د یوه سرتېري د نیولو خبر ورکوي.
سرچينو د پنجشنبې په ورځ د غبرګولې په ٢٥مه، له ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې دغه کس شيرين اغا نومېږي او شاوخوا يوه اونۍ وړاندې طالبانو د درې ولسوالۍ له تنخو کلي نيولى او نامعلوم ځاى ته يې لېږدولی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، شيرين اغا د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته وزګار و او له کومې ډلې سره يې اړيکې نه لرلې.
تر اوسه د دغه پخواني سرتيري د نيولو انګېزه معلومه نه ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په پنجشېر کې د پخواني حکومت د سرتېرو د نيولو لړۍ چټکه کړې ده.
د خپرو شويو شمېرو له مخې، دغې ډلې په تېره يوه مياشت کې په پنجشېر او کابل کې د پخواني حکومت اووه سرتېري نيولي دي.