طالبانو د پنجشېر له عبداللهخېل کلي څلور ملکي وګړي نیولي دي

۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې طالبانو د دغه ولایت د درې ولسوالۍ له عبداللهخېل کلي څلور ملکي وګړي نیولي دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې طالبانو دوشنبه د مرغومي د پنځمې نېټې د غرمې له ۱:۰۰ بجې تر ۳:۰۰ بجو د عبداللهخېل کلي پشکتي کلی کلابند کړی و.
د سرچینو په وینا یو له نیول شویو کسانو موټر چلوونکی دی.
سرچینې زیاتوي، چې طالبانو د دغه موټر چلوونکي په موټر کې ناست کسان هم وهلي ټکولي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې له دې مخکې هم طالبانو په بنجشېر کې ملکي وګړي نیولي دي.