طالبانو د عبدالله عبدالله د ساتونکي د کورنۍ درېیم غړی نیولی دی

۸صبح، کابل: د سرچینو د مالوماتو له مخې، طالبانو د ډاکتر عبدالله د یوه مخکینی ساتونکي او د هغه د ورور له نیولو وروسته، د دې کورنۍ درېیم غړی هم نیولی دی.
سرچینې وایي چې طالبانو جعفر خان یکشنبې د لیندۍ په شپږمه د کابل ښار له کارته نو سیمې نیولی او ناڅرګند ځای ته یې لېږدولی دی.
دا په داسې حال کې دي چې دوې ورځې مخکې طالبانو د سولې د عالي شورا د مخکیني رییس ساتونکی فیروز خان او د هغه ورور فریدون د کابل ښار له کارته نو سیمې څخه ونیول.
د سرچینو په وینا، طالبانو دا دوه وروڼه لومړی د خلکو په مخکې وهلي ټکولي او وروسته یې نامالوم ځای ته لېږدولي دي.
تراوسه ددغو دوو تنو د نیولو لامل نه دی روښانه شوی.
دا وروڼه چې د پنجشېر ولایت اصلي اوسېدونکي دي، په داسې حال کې نیول کېږي چې څه موده مخکې هم طالبانو ددغو کسانو له خپلوانو درې وروڼه د کابل ښار له کارته نو سمیې څخه نیولي او بندي کړې یې دي.