طالبانو د پنجشېر په عنابه او رخه کې درې مخکیني پوځیان نیولي دي

۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د مخکیني حکومت درې تنه پوځیان نیولي او یوه نامعلومه ځای ته یې لېږدولي دي.

سرچینې جمعه د لیندۍ پر پنځه‌ويشتمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې طالبانو دغه کسان پنځه ورځې مخکې د پنجشېر د عنابې او رخې ولسواليو له پاچنار او قلعه‌چه کلیو له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي او تر اوسه د برخلیک په اړه معلومات نشته.

سرچینې د نیول شویو کسانو نومونه مجتبی، نوریق او بابولا یادوي او وایي، چې هغوی د مخکیني حکومت د پوځ افسران وو.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو له څو ورځو راهیسې د پنجشېر په بېلابېلو سیمو کې د ملکي وګړو د نیولو بهیر بیا پيل کړی دی.

د خپرو شویو راپورونو له مخې طالبانو په تېرو څو ورځو کې په دغه ولایت کې لږترلږه ۱۵ ملکیان نیولي او له ځان سره یې بېولي دي.

ورته لیکنې

Back to top button