طالبانو د جوزجان په مرکز کې دوه ملکي وګړي نيولي دي

۸صبح، جوزجان: په جوزجان کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې طالبانو تېره شپه په دغه ولایت کې، دوه ملکي وګړي نیولي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولي دي.
په جوزجان کې يوې باوري ځايي سرچينې نن شنبه (وږي۵ ) وويل، چې دغه دوه کسان د محمديوسف په نوم يوه کس له خوا چې ځان يې فارياب ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو مدير معرفي کړی، نیول شوی دی.
سرچينه زياتوي، چې دغه دوه ملکي وګړي د جوزجان ولايت د مرکز شبرغان ښار د غورس په کلي کې د سرپل له بندر څخه نيول شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، محمد يوسف د فارياب ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى او په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د قاضي مولوي عثمان وراره دى.
تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی څنګه له فاریاب څخه جوزجان ته راغلی او دغه کسان یې نیولي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، محمديوسف او ورور يې سيدقاسم، چې ځان د طالبانو مرستیال صدراعظم عبدالسلام حنفي سکرتر معرفي کوي، د فارياب ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ له اوسېدونکو څخه په باج اخیستلو تورن دي.
په جوزجان کې طالبانو تر اوسه د دغو دوو ملکي وګړو د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.
په ولایتونو کې د طالب جنګیالیو او سیمه ییزو چارواکو له خوا له واکونو څخه د زور زیاتي او ناوړه ګټه اخیستنې خبرونه تر دې وړاندې هم خپاره شوي دي.