طالبانو په پنجشېر کې خپل دوه سيمه ييز قوماندانان نيولي دي

۸صبح، پنجشیر: سیمه ییزې سرچینې په پنجشیر کې د طالبانو د یو سیمه ییز قوماندان (سعادتمیر) د نیولو خبر ورکوي.
نن چهارشنبې (د غبرګولي په ۲۴مه)، سرچینو د ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تایید کړه چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو دوه ورځې وړاندې سعادتمیر د درې په ولسوالۍ کې نیولی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د سعادتمير ورور چې (خوشدل) نومېږي او په دره ولسوالۍ کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ پخوانى مرستيال و، د دې ډلې له خوا نيول شوى دى.
دا دوه وروڼه د پنجشیر لپاره د طالبانو د پخواني والي مولوي قدرت الله نږدې کسان دي.
سرچينې زياتوي، چې دغه دوه سيمه ييز طالب قوماندانان له ځايي اوسېدونکو څخه د راټولو شو وسلو، دې ډلې ته د نه سپارلو په تور نيول شوي دي.
سعادتمیر د ولسي پاڅون ځواکونو غړی او ورور یې د تېر حکومت د ملي امنیت ریاست سرتېری و.
طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې په پنجشیر کې د دغې ډلې څو سیمه ییز قوماندانان نیولي او بندیان کړي دي.