طالبانو په غزني ولایت کې د نجونو تعلیمي مرکزونه تړلي دي

۸صبح، غزني: په غزني کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د نجونو د تعلیمي مرکزونو دروازې تړلې دي.
له جاغوري څخه باوري سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې طالبانو نن دوشنبه (د غبرګولي په ۸ مه) د دې ولسوالۍ د تعلیمي مرکزونو خاوندانو ته خبرداری ورکړی، چې تر راتلونکي خبرتیا پورې تعلیمي مرکزونو ته د نجونو د داخلېدو حق نه لري.
په بندو شوو مرکزونو کې د انګليسي ژبې، کمپيوټر او د ښوونځي د مضمونونو د تدریس مرکزونه شامل و.
ویل کیږي چې دغه ښوونیز مرکزونه، یوه ورځ وروسته له هغې تړل شوي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر محتسبانو په جاغوري ولسوالۍ کې، د ښځو، نجونو او هلکانو د کالیو د اغوستلو د ډول په اړه خبرداری ورکړی و.
د طالبانو د نوي خبرداري له مخې په جاغوري کې، هلکان د بلوز او پتلون د اغوستلو حق نه لري او نجونې هم د «تنگو» جامو له اغوستلو منع شوې دي.
په جاغوري کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو خبرداری ورکړی چې له سرغړونکو سره به جدي چلند وشي.
جاغوري د غزني یوه له ګڼ مېشتو ولسوالیو څخه ګڼل کېږي. د شمېرو له مخې دا مهال په دې ولسوالۍ کې شاوخوا سل دولتي ښوونځي، څو خصوصي ښوونځي او ښوونيز مرکزونه شتون لري.
که څه هم طالبانو له دې وړاندې تعلیمي مرکزونو ته د نجونو په ورتګ بندیز لګولی و، خو د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې، نجونې لا هم تعلیمي مرکزونو ته تللې.