طالبانو په غزني کې له لسو کالو د لوړ عمر لرونکو نجونو پر مخ دیني مدرسې تړلې دي

۸صبح، غزني: په غزني کې ځايي سرچینو په دغه ولایت کې د هغو نجونو پرمخ د ديني مدرسو د تړل کېدو خبر ورکړی چې عمرونه يې له لسو کلونو لوړ دي.
ځايي سرچينې وايي، چې پنجشنبه د مرغومې پر لومړۍ نېټه طالبانو په غزني کې ټولو ديني مدرسو ته امر کړی، چې له لسو کالو د لوړ عمر لرونکو نجونو د ورتګ مخه ونيسي.
بلخوا د غزني د نجونو د یوې دیني مدرسې له لوري په ټولنیزو شبکو کې په خپره شوې خبرتيا کې ویل شوي، چې د طالبانو د حکم له مخې د قرانکریم د حفظ سیالۍ چې ټاکل شوې وه، نن ترسره شي د نامعلومې مودې لپاره وځنډول شوه.
په غزني کې ديني مدرسې په داسې حال کې د نجونو پر مخ تړل شوې، چې د دغو مدرسو د مسوولينو په وينا د نجونو د زدهکړو برخه يې په بشپړه توګه د ښځو له لوري مخته بېول کېده.