طالبانو زابل کې د کرومایټ کان د ایستلو کار یوه پاکستاني شرکت ته سپارلی دی

۸صبح، کابل: زابل کې سیمه‌ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د کرومایټ کان د ایستلو د چارو د پیل خبر ورکوي.

ځایي سرچینې سه شنبه د لیندۍ پر ۲۲ وایي، چې د دغه ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې د کرومایټ کان د ایستلو کار د طالبانو له خوا یوه پاکستاني شرکت ته سپارل شوی دی.

د سرچینو په وینا زابل کې د کرومایټ کان د کیندلو قرارداد د داوطلبۍ له لارې یوه پاکستاني شرکت ته ورکړل شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې له دې مخکې کرومایټ په پټه ایستل او پاکستان ته قاچاق کېدل.

د ویلو ده، چې په نړیوالو بازارنو کې یو ټن کرومایټ مواد په ۴۵۰ ډالر پلورل کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button