طالبانو د تخار له ښوونیزو مرکزونو نجونې زده‌کوونکې په جبري توګه ایستلې دي

۸صبح، تخار: تخار کې ځایي سرچینې د طالبانو له لوري له ښوونیزو مرکزونو د نجونو زده‌کوونکو د ایستلو خبر ورکوي.

ځايي سرچينې وايي، چې طالبانو پنجشنبه د مرغومي پر لومړۍ نېټه طالبانو د تخار ولايت په مرکز تالقان ښار کې له ښوونيزو مرکزونو څخه نجونې زده‌کوونکي د وسلې په زور ايستلې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د تالقان ښار په طاهر بدخشي څلورلارې کې پر نجونو زده‌کوونکو هوايي ډزې هم کړې دي.

سرچینه زیاتوي طالبانو محصلینو ته خبرداری ورکړی، چې که ښوونیزو مرکزونو ته ورشي، وبه ونیول شي.

د یادونی وړ ده، چې طالبانو تېره ورځ په تخار کې د ښوونیزو مرکزونو مسوولینو ته ویلي وو، چې نجونو ته دې دغو مرکزونو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.

ورته لیکنې

Back to top button