طالبانو په غزني کې په نشه روږدي د درملنې په پلمه بندیان کړي دي

۸صبح، غزني: په غزنی ښار کې په نشه د روږدو کسانو د زیاتوالي په اړه د خلکو له شکایتونو وروسته، طالبانو ټول روږدي کسان راټول او د غزني زنانه باغ ته یې لېږدولي دي.

په غزنې کې ځايي سرچینې چهارشنبې د لړم په اتلسمه وايي چې طالبانو له ښاره سلګونه روږدي کسان راټول او د غزني د علي لالا سیمې د زنانه باغ په سپورتي جمنازیوم کې یې ځای پر ځای کړي دي.

سرچینې وايي چې په دې ځای کې د دغو روږدو کسانو د اوسېدو او درملنې لپاره هېڅ ډول آسانتیا نشته.

دا اقدام د دې لپاره شوی چې روږدي کسان د خلکو له سترګو لیرې وي.

د ویلو ده چې روږدي کسان په داسې حال کې د غزني د زنانه باغ سپورتي لوبغالي ته لېږدول شوي چې څه موده مخکې په دې ولایت کې د روږدو د درملنې ۵۰ بستریز روغتون د طبي وسایلو د نشتوالي له امله وتړل شو.

ورته لیکنې

Back to top button