طالبانو په تېرو ۱۵ میاشتو کې د بلخ پوهنتون د محصلینو بدل اعاشه نه ده ورکړې

د لوړو زده کړو وزارت د مقرريو له مخې، دولت مکلف دی چې هغو محصلانو ته چې د کانکور د عمومي ازموینې له لارې له خپل ځايه لېرې دولتي پوهنتون ته بريالي کيږي، ليليه يا د « بدل اعاشه» په نامه مالي مرسته برابره کړي. په بلخ ولايت کې د دولتي پوهنتونونو يو شمېر محصلان له خپل ناوړه اقتصادي وضعيته شکايت کوي او وايي، چې په تېرو پنځلسو مياشتو کې يې د بدل اعاشه نه ده ورکړل شوې. که څه هم دا مرسته د محصلانو ټول لګښتونه نه شي پوره کولای، خو د دغې مالي مرستې بندېدل د دې لامل شوي چې له دولتي لیلیو بې برخې محصلان له زیاتو ستونزو سره مخ شي. هغوی د طالبانو تر ادارې لاندې لوړو زده کړو وزارته غواړي، چې ژر تر ژره يې بدل اعاشه ورکړي.
رستم (مستعار نوم) د بلخ پوهنتون د زراعت پوهنځي د دریم کال محصل دی. هغه د کانکور په عمومي ازموینه کې د بلخ پوهنتون ته بريالی شوی دی. ښاغلی رستم د بلخ ولایت اصلي اوسيدونکی نه دی، چې له همدې امله د لیلیې د خدمتونو مستحق بلل شوی دی. خو په لیلیه کې د ځای د نشتوالي له امله د هغه لپاره د میاشتې ۱۸۰۰ افغانۍ په پام کې نیول شوې دي. دغه محصل له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، د «دشت شور » سیمې د کوڅو شاته د يوې کوټې چې د استوګنې هېڅ ډول امکانات نه لري، د میاشتې ۴۵۰۰ افغانۍ کرايه ورکوي. د هغه په وينا، په جمهوري نظام کې د بدل اعاشې ترلاسه کولو د هغه ځينې ستونزې حل کولای شوی.
د بلخ پوهنتون یو بل محصل مبشر (مستعار نوم) وايي: « له کله چې طالبان واکمن شوي، موږ ته بدل اعاشه نه ده راکړل شوې، هره ورځ پلمې جوړوي. تراوسه يې موږ ته نه دي ویلي چې بدل اعاشه نه ورکول کیږي.» هغه زیاتوي: «د بلخ پوهنتون مسوولان دې خپل ګرېوان ته سرټيټ کړي او زموږ حق دې راکړي. د تېرو میاشتو د بدل اعاشې له ورکولو وروسته دې پریکړه وکړي چې ایا په راتلونکو سمسټرونو کې په لیلیه کې ځای راکوي او که بدل اعاشه»
یو شمېر محصلان په دې باور دي، چې د طالبانو له کسانو سره د پېژندګلوۍ د نه لرلو له امله له خپل دغه حقه محروم دي. د بلخ پوهنتون محصل الیاس میرزی وايي، سره له دې چې په خراب اقتصادي وضعیت کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي، خو طالبان د محصلانو پر وړاندې بې پروايي کوي. هغه زیاتوي: « هېڅوک حقیقت نه وايي، څومره چې زه خبر يم، یو شمیر محصلان د واسطې په زور بدل اعاشه اخلي او په لیلیه کې هم ځای ورکول کيږي، خو زه چې واسطه نه لرم په لیلیه کې ځای نه لرم او نه مې هم بدل اعاشه راکول کيږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو او لايحو له مخې، هغه محصلان چې د اوسېدو ځای یې له پوهنتونه ۳۵ کیلومتره لېرې وي او دغه راز د کلنيو نومرو اوسط يې یې لږ تر لږه ۶۵ سلنه وي، د دولتي پوهنتونونو له لیلیې نه ګټه پورته کولای شي. که چېرې د لوړو زده کړو وزارت د مستحقو محصلینو لپاره د لیلیې اسانتیاوې برابرې نه کړي، مکلف دی چې د میاشتې ۱۸۰۰ افغانۍ ورکړي. دا پیسې د «بدل اعاشه» په نوم يادېږي.
د بلخ د دولتي پوهنتون پر محصلانو سربېره ، د کابل پوهنتون هغو محصلانو ته چې د کانکور ازموینې له لارې يې دغه ښوونیز بنسټ ته لار موندلې ده او د پوهنتون له لیلیې بې برخې دي، هم په تېرو څو میاشتو کې د خوراکي توکو پيسې (بدل اعاشه) نه دي ورکړل شوې. طالبانو تر اوسه د بدل اعاشې د نه ورکړې لامل نه دی څرګند کړی.
بلخ پوهنتون د جمهوري نطام پر مهال، د ۱۶ پوهنځيو، ۴۳۰ استادانو او تر ۱۸ زره د ډېرو محصلانو په لرلو سره د هېواد يو ستر پوهنتون ګڼل کېده. د طالبانو په بیرته واکمنېدو سره د دغه پوهنتون محصلان او استادان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي. د مسلکي استادانو له لوري د دندو پرېښودل د هېواد د دولتي پوهنتونونو يوه جدي ستونزه ګڼل کېږي. د راپورونو له مخې، د طالبانو تر بيا واکمنېدو وروسته، د بلخ پوهنتون ۱۲۸ استادانو خپلې دندې پرېښې او یا هم د طالبانو له لوري د فشارونو په زياتېدو سره، له دندو ګوښه شوي دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، يوازې په روان لمريز کال کې اتو استادانو دغه پوهنتون پرېښی دی.
د طالبانو له لوري لګول شوي محدودیتونه، لکه د جنسي تفکيک طرحه، د درسي ساعتونو زیاتوالی، د فعالیتونو سخته څارنه او د قيوداتو لګول هغه لاملونه بلل شوي، چې د پوهنتونونو مسلکي استادان یې د دندو پرېښودو ته اړ کړي دي. له بلې خوا، طالبان د پوهنتون زده کړې بابيزه او بې ارزښته ګڼي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت پخواني وزير عبدالباقي حقاني پر هېواد د دغې ډلې د بيا واکمنېدو په لومړيو کې په یوې رسمي غونډه کې وویل، چې له هغو کسانو نه چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې زده کړې کړې دي، بايد د هېڅ شي تمه ونه لرو.