۸صبح، بادغیس: بادغیس ولایت کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا د غیردولتي موسسو او ادارو د فعالیت له درولو خبر ورکوي.
سرچینې چهارشنبه د تلې پر ۲۷ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې دغې ډلې ټولو غیردولتي موسسو او ادارو ته امر کړی، چې په دغه ولایت کې خپل فعالیتونه تر بلې خبرتیا پورې ودروي.
تر اوسه د طالبانو د دغه اقدام لامل روښانه نه دی.
بادغیس کې طالبانو د خپل دغه اقدام په اړه څه نه دي ویلي.
له دې مخکې هم د غور والي په غور کې د موسسو د فعالیت مخنیوی کړی و.
د ویلو ده، چې د لاسته راغلو شمېرو له مخې بادغیس کې تر ۲۰ زیاتې غیردولتي موسسې او بنسټونه فعالیت لري.