۸صبح، بلخ: بلخ کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې مزارشریف ښار کې طالبانو د آسانو پر چوک مشهور د کامګار چوک د ورانولو اقدام کړی دی.
سرچینې شنبه د مرغومي پر څلرویشتمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، طالبانو د آسانو د مجسمو د شتون له امله، چې د وزلوبې حالت لري دا اقدام کړی دی.
د آسانو چوک په وروستیو کلونو کې د مزارشریف ښار په مرکز کامګار څلورلارې کې جوړ شوی و.
په دې مجسمو کې د وزلوبې لوبغاړي، چې د وزې د نیولو هڅه کوي نندارې ته اېښودل شوي او د آسانو پر چوک هم شهرت لري.
د طالبانو ځايي مسوولانو تر اوسه په رسمي ډول د دغه چوک د تخریب په اړه څه نه دي ویلي.
له دې مخکې طالبانو د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې د آسانو چوک ویجاړ کړی و.