۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې خبرې سرچینې وایي، چې طالبان د دغه ولایت د غرونو پر لارو د ماین اېښودلو نیت لري.
باوري سرچینو جمعه د لړم پر دیارلسمې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د طالبانو د دغه نیت په اړه خبر ورکړی دی.
د طالبانو د دغه اقدام موخه د مقاومت جبهې د ځواکونو له تګ راتګ څخه مخنیوی بلل شوې ده.
په همدې حال کې د طالبانو له منځه یوې باوري سرچینې هم دغه خبر تایید کړی دی.
په دې لړ کې سرچینې وایي، چې د طالبانو دغه اقدام د مقاومت جبهې پر ځواکونو له اغېزې زیات د سیمې اوسېدونکو ته زیان دی او ژوند یې له خطر سره مخ کوي.
طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه اقدام د طالبانو له خوا په داسې حال کې کېږي، چې د تېرو کلونو د جګړو له امله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې زرګونه ماینونه شتون لري او کله کله خلک په ځانګړي توګه ماشومان قرباني کوي.
د ویلو ده، چې د ۸صبح ورځپاڼې د راپورونو له مخې یوازې د روان کال په تله میاشت کې لږترلږه ۹ ماشومان د ماینونو او له جګړو د پاتې توکو له امله وژل شوي دي.