طالبانو د هرات د ښوونکو د تربیې مرکز په جهادي مدرسه بدل کړی

۸ صبح، هرات: په هرات کې سیمه ییزې سرچینې وایی، طالبانو په دغه ولایت کې د ښوونکو د روزنې ودانی د دی ولایت جهادي مدرسې ته ورکړي.

سرچينې د شنبې په ورځ (وري ۱۹)، ٨صبح ورځپاڼې ته وويل، چې د هرات د ښوونکو د روزنې دوه نوي ودانی، په دې وروستيو کې په جهادي مدرسه بدلې شوې، چې په دې وروستيو کلونو کې جوړې شوې وی.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو انځورونو پر بنسټ طالبانو د ښوونکو د ښوونې او روزنې لوحه لیرې کړې او پر ځای یې د جهادي لېسې لوحه نصب کړې ده.

شمیرې ښیي چې د هرات د ښوونکو په روزنیز مرکز کې له څلور زرو څخه زیات هلکان او نجونې دواړه په زده کړو بوخت وو.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دغې ادارې فعالیت ودرول شو.

طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته اکثره تعلیمي او تحصیلي ځایونه په دیني مدرسو بدل کړل. تر دې مخکې طالبانو د فراه د کرنې عالي لېسه هم په جهادي مدرسه بدله کړی وه.

ورته لیکنې

Back to top button