طالبان مذهبي، فرهنګي او ژبني اختلافاتو ته لمن وهي

لیکنه:اتل سالار هاشمي

د هېواد د تېر جمهوري نظام په اساسي قانون کي دوه فقهي مذهبونه منل شوي وو، زما په نظر دا هم کافي نه وه، ځکه د هېواد په شرقي او شمال شرقي سيمو کې د وهابیانو په نامه هم ډېر کسان شته چې هغه بېل مذهب دی، زموږ په هېواد کې يې اوس پيروان ډېر دي، نو په قانون کې باید د هغوی مذهب هم په نظر کې نیول شوی وای.

دا چې اوس نه جمهوري نظام شته او نه يې قوانین نافذ دي، نو پر دې موضوع نورې خبرې کول، اوس ګټه نه لري، البته دې ته راځم؛ چې طالبانو له لومړۍ ورځې د همدې وهابیانو پر ضد ګامونه اخیستي دي. خلک يې ور وژلي دي، طالب ملاتړو ملایانو ورته د جهنم سپي ویلي دي، کافران يې بللي دي، له مذهبه د مخالفت له امله يې ګڼو ملایانو د ګمراهۍ او کفر فتواوې ورکړې دي.

د ملایانو له دومره شدید مخالفت سره وسله والو طالبانو هم ورسره ډېر ځیږ چلند کړی دی، د طالبانو یو مشر ملا؛ مولوي رحیم الله حقاني، چې یوه ځانمرګي برید ووژاه، له وهابیانو سره ډېر وران و. هغه به هر وخت پر همدې تضاد بیانونه کول، د هغه په وینا چې امارت راغی، نو حنفي مذهب ور سره قوي شو او ټولو سلفیانو ملفیانو لکۍ په غارونو دننه کړې، نه اوس څوک یو شي ته بدعت وايي، نه شرک ورته وايي او هر څه د مذهب په رڼا کې کېږي.

د ملایانو د همدې مخالفت له امله وهابیان په ټولنه او خصوصا طالبانو کې ډېر بدنام دي. هغوی ته مذهبي ازادي نه ده ور کول شوې، دوی ته ویل شوي دي چې د جمعې خطبې به په خپله طریقه نه بیانوئ، د طالبانو له لورې ترتیب شوې خطبه چې د دوی د درو امیرانو نومونه هم په کې ځای شوي دي، هغه ور ته ور کړل شوې ده او د هغې په ویل مکلف شوي دي.

د قران کریم په ترجمو بندیز لګېدلی دی، وهابیانو ته اجازه نه شته چې د قران کریم ترجمه وکړي، د هغوی لپاره د تبلیغ او دعوت اجازه هم نه شته، دوی په عامو ځایونو او د حنفي مذهب اړوندو مسجدونو کې لمونځ هم نه شي کولای، دوی ته ویل شوي دي چې تراویح هم د حنفي مذهب موافق وکړي، له مخالفت څخه لاس واخلي، د مذهب له ملایانو سره مناظرې ونه کړي، له دې هر څه سره يې هره ورځ څاري او ګواښونه هم ورته کېږي چې که د سیاسي فعالیت څرک در کې ولیدل شو، نو کلي او جوماتونه مو ټول ورانوو.

که راشو د فرهنګ برخې ته؛ نو طالبان لکه ټولو ته چې معلومه ده زیاتره يې کلیوال کسان دي، دوی له ښاري فرهنګ سره نااشنا دي، دوی د اطرافو خلک دي، نو د نورو قومونو له فرهنګ سره بېخي زیات نابلده دي. له دې امله په ښار کې هغه کسان چې ویښته يې یو څه غټ وي، د دوی له لورې ور غچي کېږي، هغه کسان چې پتلون اغوندي، دوی ورته سپکاوی کوي، پر ماشومانو يې بندیز لګولی چې دريشې کې مکتب ته نه شي تللای، دولتي مامورین يې مکلف کړي دي چې ږیرې به پرېږدي، سر به پټوي او کالي به اغوندي، که نه له دندې څخه ایستل کېږي.

د ښار او کلي د فرهنګ تر منځ حتما ډېر تفاوت شته، همدا شان د قومونو فرهنګ له یوه بل سره توپير لري، هغه سیمې چې غیر پښتانه په کې اوسي، هلته پر خلکو د کلیوالي فرهنګ په تپلو د خلکو حساسیتونه را پاروي، دوی سیمه ییزو رواجونو ته په سپکه سترګه ګوري، خلکو ته خوښیو کې اجازه نه ور کوي چې له خپل دود او رواج سره سم د خوښۍ مراسم جوړ کړي. ګڼ ځایونه يې خلک د خوښې له محفلونو منع کړي، هغه څوک چې ورته ډول او ډولکی وهي، دوی هغه وسایل ور مات کړي دي، هغه څوک چې باجه او تولۍ وهي، دا يې هم وهلي او سپک کړي دي، په داسې حال کې چې دا د خوښۍ مهال د خلکو رواج ګرځېدلی دی، هغوی دا شیان د خوښې په مراسمو کې راولي، نه شرعا ډول و ډولکی کوم قباحت لري او نه د قومونو په فرهنګ کې په بده سترګه ورته کتل کېږي، اما طالبانو د شریعت د نفاذ په نوم دې کلتوري کارونو باندې بندیز لګولی دی.

د ژبو برخه کې يې بېخي ډېر له افراطه کار اخیستی دی. دوی فکر کوي چې د پښتو په ویلو د خلکو مجبوره کول پښتو ته خدمت دی، پښتو ور سره پر مخ ځي. اما دا کار عینا ظلم دی، له ځان، پښتو او پښتنو سره لویه بې انصافي ده. دلته ټول مېشت قومونه د پښتنو وروڼه دي، سونه کلونه کېږي چې یو له بل سره په سوله کې ژوند کوي، یو وطن يې دی، تر ډېره حده له یو بل سره دوستانه اړیکې لري، د تجارت، کاروبار او معاملاتو تعلقات شته، کورنۍ اړیکې يې سره پاللې دي، پښتنو په فارسي ژبه کتابونه لیکلي دي او له فارسي څخه په هېواد کې ډېره استفاده کېږي. د دفتر ژبه ده، د علم  ژبه ده، د هېواد له ټولو قومونو او سیمه ییزو هېوادونو سره د وصل ژبه ده، ډېر قدامت لري، سترو امپراتوریو کې همدا د دربار ژبه پاته شوې ده. له ایرانه تر هنده په ټوله سیمه کې راغلي واکمن په همدې ژبه غږېدل، کتابونه په لیکل شوي دي، د نورې دنیا کتابونه ورته ترجمه شوي دي، زموږ په هېواد کې د غوڅ اکثریت پښتنو زده ده، خبرې په کولای شي، لیک لوست په کولای شي او افهام و تفهیم په کولای شي. اما له دې سره اوسني واکمن له دې ژبې سره دښمنۍ ته اړم دي.

له علم سره دښمنۍ بې علمه خلک کوي، له فرهنګ سره دښمني جاهلان کوي، له ژبې سره دښمني هغه څوک کوي چې ځان يې په وړاندې کمتر احساسوي، طالبان په داسې حال کې د فارسي ژبې له ویلو مخ اړوي، خلک د پښتو ویلو ته مجبوروي، په لوی لاس نفرتونه را پيدا کوي چې دوی په خپله دې ژبه کې یو معیاري تفسیر نه دی لیکلی، د حدیثو لومړني مشهور شپږ کتابونه پښتو ته نه دي ترجمه شوي، د فقهې مشهور کتابونه په پښتو نه شته، په خپله يې پښتو ژبه کې فقهي کتابونه نه دي لیکلي، تاریخ په کې نه دی لیکل شوی. زموږ د ژبې هر کتاب چې لیکل کېږي، د هغه په ماخذونو کې حتما فارسي ماخذونه وي، که رښتیا ووایم فارسي ژبه زموږ د هیواد لپاره یوه سرمایه ده، زموږ لپاره د ویاړ ده، موږ خوشبخته یو چې په هیود کې داسې یوه ژبه لرو چې هم علم په کې شته، هم د هیواد له قومونو سره پر خبرې کولای شو او هم له ګاونډیو هیوادونو سره د اتصال وسیله کېږي.

د طالبانو لپاره د فارسي مخالفت او دښمني هېڅ ګټه نه کوي، بلکې تاوان کوي. دوی که خپلې ژبې ته خدمت غواړي، نو علمي مواد دې کې ډېر کړي، علم دې ورته را نقل کړي، د علم، ادب، تاریخ، دفتر او دربار ژبه دې کړي، خلک يې په خپله وايي، مغول په هند کې چا اړ کړل چې فارسي ووايي؟ شاه ولي الله دهلوي په هند کې چا اړ کړ چې قران کریم په فارسي ترجمه کړي؟ زموږ د هېواد پښتانه واکمنان له تیمور شاه تر سردار داؤد خان پورې چا اړ کړو چې فارسي ووايي، درباري يې کړي، مکتوب په فارسي ولیکي او نور ټول؟

دا ځکه کېدل چې په دې ژبه کې همدا ظرفیت موجود و، که ژبې او ویونکو کې يې دغه وړتیا نه در لودای، نو یو پاچا هم چا نه شوای اړ کولای چې په دې ژبه خبرې وکړي، د دربار او دفتر ژبه يې کړي، علمي او اکاډمیک مرکزونه خپل علمي تحقیقات په همدې ژبه ولیکي.

فارسي ژبه زموږ د هېواد یو ستر افتخار دی، زموږ د نسلونو په روزنه کې يې مهم رول ادا کړی دی، زموږ د ادب په غوړولو کې مهم نقش لري، د همدې په وسیله موږ ته د نړۍ علم را نقلېږي، موږ له ګڼو قومونو سره په همدې وصلېږو، د ارتباط او اړیکو ژبه مو ده، باید ګټه ځنې واخیستل شي، ظرفیت ته په کتو باید پښتانه يې زده کړي، وې وايي، علم مواد يې خپلې ژبې ته را نقل کړي، د نفرت په سترګه ورته کتل، به د ډېرو قومونو د خپګان سبب شي، داسې لوی ملتونه به خپه کړي لکه ایرانیان، هغه چې تاریخ يې نړۍ ته لکه لمر روښانه دی، هغه ژبه چې د عربو د خلافتونو مهال دفتري ژبه وه، زموږ د واکمنیو مهال يې د واکمنو پر خولو وه. نو هوښیار داسې کار کوي چې هم خپل ځان او هم نور ته په ګټه وي، احمق بیا داسې کوي چې تر بل ځان ته ډېر زیان په رسوي. که طالبان پښتو علمي او دفتري ژبه کړي، دا ظرفیت په کې را پيدا کړي، خلک له دې پرته چې حکومت او واکمن يې اړ کړي، دغه ژبه خپله وايي، زده کوي يې او له علم څخه يې ګټه اخلي.

طالبانو ته په کار ده چې دې هېواد کې بلا ډېرې ستونزې پرتې دي، د مذهب، فرهنګ او ژبې ستونزې دې نه پر سیوا کوي، دا دومره لويې کشالې دي، که یوځل زموږ ملت او هیواد ته ور پېښې شوې، نو نه به بیا ملت، ملت شي او نه به دغه هیواد پر همدغه ډول پاته شي.

هر څوک چې هر عمل کوي، باید د عکس العمل تمه يې ولري، د یو قوم، مذهب، فرهنګ او ژبې سپکاوی وړه خبره نه ده، پر خلکو هر څه په زور تپل د هغوی د هر څه بې عزتي ده او دا ټول کارونه ډېره درنه بیه لري چې نه یوازې طالبان به يې پرېکوي، بلکې ټول قوم به په همدې لمبو کې ور سره سوځوي. نو نباید هغه کار وشي چې قوم، وطن، دین اوملت ټولو ته يې مشترک زیان رسېږي.

ورته لیکنې

Back to top button