طالبان نیت لري د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړې

۸صبح، کابل: سرچینې تاییدوي، چې طالبان د نجونو د زدهکړو په اړه پر یوې نوې پرېکړې فکر کوي؛ دغه ډله غواړي د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړي.
د کابل له پوهنتون څخه سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې تېره اونۍ یوه طالب چارواکي کابل پوهنتون کې یوه ناسته کې له دغې پرېکړې پرده پورته کړې ده.
که څه هم د طالبانو د لوړو زدهکړو په وزارت کې سرچینې دغه خبر نه دی تایید کړی، خو د سرچینو په وینا کابل پوهنتون کې یوه ناسته کې ویل شوي، چې ټاکلې دغه پرېکړه د روان تحصیلي کال تر پایه عملي شي.
په همدې حال کې یوې بلې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه پرېکړه د طالبانو د کابینې په یوه ناسته کې مطرح شوې ده، خو د طالبانو یو شمېر وزیرانو مخالفت ورسره کړی دی.
د طالبانو د لوړو زدهکړو په وزارت کې یوې سرچینې ویلي، تر اوسه داسې رسمي مکتوب چې د دې پرېکړې د تطبیق ښکارندویي وکړي نه دی ورته رسېدلی.
په دې لړ کې په دغه وزارت کې یوه بله سرچینه وایي، کله چې نجونې له دولسم ټولګي څخه فارغې نه شي وروستۍ پایله یې له لوړو زدهکړو د هغوی بېبرخې کول ده.
دغه پرېکړه چې ویل کېږي د طالبانو په کابینه کې پرې بحث شوی دی، تر اوسه په رسمي توګه نه ده اعلان شوې.
دا خبرونه په داسې حال کې خپرېږي، چې طالبانو پر افغانستان له خپلې واکمنۍ سره سم له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي.