طالبان په بامیانو کې د نجونو لپاره یوه ځانګړی دیني مدرسه جوړوي

۸صبح، بامیان: د افغانستان په مرکز بامیانو ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي، طالبان په دغه ولایت کې د ښځو او نجونو لپاره یوه ځانګړي دیني مدرسه جوړوي.
د سيمه ييزو سرچينو د معلوماتو له مخې، د «زینبیه» په نوم د دې ديني مدرسې د جوړېدو چارې نن دوشنبه (د غوایي په ١٨مه)، د باميانو ولايت د طالبانو د والي ملا عبدالله سرحدي او د دې ډلې د ځينو سيمه ييزو چارواکو له خوا، د دې ولایت د ورس ولسوالۍ (تگابغار) په سيمه کې پيل شوې.
په همدې حال کې په بامیانو کې د طالبانو د والي دفتر هم د ملا عبدالله سرحدي په حواله، یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې د دغې ډلې واک ته رسېدو سره «د نجونو په ګډون د ټولو لپاره د اسلامي زده کړو زمینه برابره شوې ده.»
د طالبانو د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ددې مدرسي د جوړېدو د لګښت په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې د باميانو د ښځو لپاره د دې ځانګړې ديني مدرسې د جوړولو لګښت به ددغه ولايت د اوسېدونکو او د تقليد له مرجع او که د طالبانو له خوا ورکول کېږي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د دې ډلې مشرتابه هڅه کوي چې په هر کلي کې د اسلامي زده کړو لپاره دیني مدرسې جوړې کړي.
بامیان د افغانستان په مرکز کې یو هزاره میشتی ولایت دی، چې اکثره اوسېدونکي یې شیعه ګان دي.