طالبان هڅه کوي چې بهر کې زیات شمیر سفارتونه تر خپل کنټرول لاندې راولي

صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دغه ډله هڅه کوي، چې په بهر کې د افغانستان د سفارتونو مسوولیت په غاړه واخلي.
اسوشیټیډ پریس د شنبې په ورځ (وري٥) د مجاهد په حواله خبر ورکړ چې طالبانو لږ تر لږه ۱۴ هیوادونو ته خپل ډیپلوماتان استولي او په بهر کې د نورو ډیپلوماتیکو استازوليو د نیولو هڅې روانې دي.
هغه زياته کړه، چې د تېر حکومت ډيپلوماتان، د بهرنيو چارو وزارت په همغږۍ، خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي.
د مجاهد په وينا، طالبانو (ايران، ترکيې، پاکستان، روسيې، چين، قزاقستان) او يو شمېر عربي او افريقايي هېوادونو ته خپل ډيپلوماتان لېږلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې، طالبانو ترکیې، ایران او متحده عربي اماراتو ته خپل ډیپلوماتان استولي دي.
پاکستان، قطر، چین او روسیې هم طالبانو ته د افغانستان سفارتونه سپارلي دي.
په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د دغه وزارت یو پلاوی د تاجکستان په خاروغ ښار کې، د افغانستان کونسلګرۍ لېدنې لپاره تللی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي محمود صیقل ویلي چې طالبان اجازه نه لري چې د افغانستان پر سفارتونو قبضه وکړي.