طالبانو د تالقان ښار په جامع جومات کې ۱۶ نجونې او هلکان په متروکو ووهل

۸صبح، تخار: تخار کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې طالبانو د دې ډلې د پام وړ حجاب نه رعایت او په بازار کې د تګراتګ له امله ۱۶ نجونې او هلکان په متروکو وهلي دي.
دغه ځوانان جمعه غرمهمهال د لړم پر ۲۰ د تخار په مرکز کې د تالقان ښار په جامع جومات کې محاکمه شوي دي.
د سرچینو له قوله په دې ۱۶ تنو کې، چې ۷ یې نجونې دي او پاتې نور هلکان دی د طالباني حجاب د نه لرلو او په بازار کې د تګراتګ له امله په متروکو وهل شوي دي.
طالبانو هر یو د خلکو د سترګو پروړاندې او د لمونځ کوونکو په منځ کې ۳۰ متروکې وهلې دي.
د سرچینو له قوله د دغو ځوانانو د محاکمې پرمهال طالبانو د جومات فضا پوځي کړې او چا ته یې له دې پېښې د ویډیو اخیستو اجازه نه ده ورکړې.
طالبانو په رسمي توګه د دغې پېښې په اړه او دا چې ولې یې دا ځوانان په متروکو وهلي، څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې دې ډلې درې میاشتې مخکې د دغه ولایت په درقد ولسوالۍ کې دوې ښځې او دوه نارینه د خلکو د سترګو پروړاندې په متروکو وهلي وو.