۸صبح، کندهار: کندهار ولایت کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې طالبانو یو موټر چلوونکی د دغه ولایت په درېیمه ناحیه کې د پلټنې له تمځای څخه له تېرېدو وروسته په ډزو وژلی دی.
سرچینې شنبه د لړم پر اوومه وایي، چې دغه پېښه تېره شپه ۱۱:۰۰ بجې د کندهار ښار د درېیمې حوزې اړوند سیمو کې د پلټنې په یوه تمځای کې شوې ده.
سرچینې زیاتوي چې طالبانو داسې مهال پر دغه موټر چلوونکي ډزې کړې، چې هغه د پلټنې په تمځای کې نه دی درېدلی.
ځایي طالب مسوولانو د دغې پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې له دې مخکې هم د هېواد په ځینو ولایتونو کې دې ته ورته پېښې شوې دي.
موده مخکې کندز کې د پلټنې په یوه تمځای کې د طالبانو په ډزو کې یو ماشوم ووژل شو.
دغه پېښه وروسته له هغې شوې وه، چې پر موټرسایکل ناست کس د طالبانو په تمځای کې نه و درېدلی او طالبانو ډزې پرې کړې وې.