طالبانو یو مخکینی جنرال له درې میاشتې شکنجې وروسته وواژه

۸صبح، کابل: له کابل ښار څخه باوري سرچینې وایي چې طالبانو د مخکیني حکومت د دفاع وزارت یو جنرال محمدابراهیم جهادیار وژلی دی.
سرچینې چهارشبه د مرغومي پر څوارلسمه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې طالبانو جنرال محمدابراهیم جهادیار له درې میاشتې زندان او شکنجې وروسته وژلی دی.
د دغه مخکیني پوځي خپلوان وایي، چې طالبانو جنرال محمدابراهیم د دې له امله، چې د مخکیني حکومت له جنرالانو څخه و وژلی دی.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو دغه جنرال د روان کال د لړم میاشتې پر پنځمه نېټه کابل کې له خپل کوره نیولی او یوه نامعلومه ځای ته یې لېږدولی و.
که څه هم طالبانو له واکمنېدو وروسته عمومي بښنه اعلان کړې ده، خو دغې ډلې زیات شمېر مخکیني امنیتي ځواکونه نیولي، شکنجه او وژلي دي.