طالبانو په لغمان کې یو مخکینی پوځي او یو ټکسي چلوونکی وواژه

۸صبح، لغمان: لغمان کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا د مخکیني حکومت د یوه پوځي او د یوه ټکسي چلوونکي د وژلو خبر ورکوي.
سرچینې چهارشنبه د لیندۍ پر درویشتمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې طالبانو کابو دوې میاشتې مخکې د حیاتالله په نوم د مخکیني حکومت یو پوځي او د نیکمحمد په نوم یو ټکسي چلوونکی نیولي وو او دوې ورځې مخکې یې مړي د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ په نورلام صاحب دره کې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
لغمان کې د طالبانو ځايي مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې طالبانو افغانستان کې له واکمنېدو وروسته مخکیني پوځیانو نیولي، شکنجه او وژلي یې دي.