طالبانو په بغلان کې یو مخکینی سرتېری تر شکنجې وروسته وژلی او جسد یې ځړولی دی

۸صبح، کابل: بغلان کې سیمه ییزې سرچینې تاییدوی، چې طالبانو یو پخوانی سرتېری تر شکنجې وروسته وژلی او جسد یې په عام محضر کې په دار ځړولی.
سیمهییزو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه پخوانی سرتېری محمد هاشم نومېده او طالبانو چهارشنبه د مرغومي پر ۱۴ د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې له خپل کور څخه نیولی دی.
سرچينې وايي د طالبانو د يوه کس ورور د مرکزي بغلان په حسين خېلو کلي کې د پخواني حکومت پر يوې امنيتي پوستې د بريد پر مهال وژل شوى و، چېرته چې محمد هاشم دنده ترسره کوله.
هغه وايي، چې اوس د طالبانو د وژل شوي کس ورور او خپلوانو محمد هاشم له کوره ایستلی، شکنجه کړی او جسد یې د بغلان په مرکزي چوک کې ځړولی دی.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته په بېلابېلو پلمو د پخواني حکومت د سرتېرو پر وژلو پيل کړی.