۸صبح، غزني: غزني ولایت کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې طالبانو د مالستان ولسوالۍ په مکنک کلی کې یو ځوان په ډزو وژلی دی.
د سرچینو د معلوماتو پربنسټ د دیني مدرسې یو زدهکوونکی محمدزمان شنبه شپه د لړم پر ۱۴ د طالبانو له خوا وژل شوی دی.
د سرچینو د خبرو له مخې طالبانو وژل شوی کس د دغې ولسوالۍ په شینهده بازار کې یوه روغتیایي مرکز ته لېږدولی او د نن تر ماښامه یې چا ته اجازه ورنهکړه چې دغه مرکز ته نږدې شي.
له دغې ولسوالۍ څخه سرچینو تایید کړې، چې شینهده بازار هم د طالبانو له خوا تړل شوی دی.
تر اوسه د دې پېښې لامل او انګېزه روښانه نه ده او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.