۸صبح، کاپیسا: کاپيسا کې سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا د څلور ملکیانو له وژلو خبر ورکوي.
دغه پېښه پنجشنبه د وږي پر ۲۴ د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په ګیاوه کلي کې شوې ده.
د سرچینو په وینا، طالبانو د عمرګل، مبارکشاه، طلامحمد او بلبل په نومونو څلور ملکیان لومړی نیولي او وروسته یې په ډزو وژلي دي.
که څه هم تر اوسه د دغو څلورو تنو د وژلو انګېزه روښانه نه ده خو سرچینې وایي، چې ښایي طالبانو دغه کسان د وسلې لرلو په تور وژلي وي.
ګیاوه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ لیرې پرته سیمه ده. د دغه کلي ډېری اوسېدونکي له پخوا راهیسې شخصي وسلې لري.
طالبانو څو ورځې مخکې په ګیاوه کلي کې د وسلو د ټولو لپاره عملیات پیل کړل؛ خو د دغه کلي اوسېدونکي غرونو ته ولاړل او سنګرونه یې ونیول.