په زابل کې د طالبانو ښاروالۍ د بازار له نرخ څخه لوړ نرخونه ټاکلي دي

۸صبح، کابل: په زابل کې سیمه ییزې سرچینې وایی، چې د ښاروالۍ له خوا په وېشل شویو نرخنامو کې نرخونه د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې د بازار تر عادي نرخونو لوړ دي.

ځايي سرچينې وايي، چې د دوشنبې په ورځ (د غوایي په ١١مه)، په زابل کې د طالبانو ښاروالۍ د نرخ لېست د بازار له نرخ څخه له ٣٠ تر ٨٠ افغانيو لوړ ټاکلی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د زابل په نانوايانو کې د يوې ډوډۍ بيه ١٢ افغانۍ ده، خو د دغه ولايت ښاروالۍ په فهرست کې د هرې ډوډۍ بيه ١٥ افغانۍ ټاکلې ده.

د غوښې، اوړو او غوړيو په ګډون د خوراکي توکو بيې په بازار کې د اوسنیو بيو په پرتله له ٣٠ څخه تر ٨٠ افغانيو پورې توپير لري.

تر اوسه معلومه نه ده چې په زابل کې طالبانو ولې دغه اقدام کړی دی.

په زابل کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د ښاروالۍ کارکوونکو په کابل ښار کې د نرخونو کنټرول سخت کړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button