طالبانو په زابل کې د مشهورو څلورلارو نومونه د خپلو افرادو په نوم کړي

۸صبح، زابل: په زابل کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د لویو او مشهورو څلورلارو نومونه، د طالب ډلې د غړو په نومونو بدل کړی.
ځایې سرچینو نن یکشنبه (د غوایي په ٢٤مه) وویل، چې د زابل ولايت عمومي څلورلاره، (د جنرال اصف توخي او جنرال عبدالرازق څلورلارې) هغه ځايونه دي، چې د طالبانو له لوري نومونه بدل شوي دي.
طالبانو د زابل ولايت عمومي څلورلاره، د ملا مدد، او د جنرال اصف توخي څلورلاره، د منصوري او د جنرال عبدالرازق څلورلاره، د ابودجانه په نومونو نومولي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په زابل ولايت کې د طالبانو له خوا د څلورلارو د نومونو له بدلولو وروسته هم یاد شوي ځایونه، په پخوانيو نومونو مشهور دي، خو طالبان تلاش کې دي، چې ددوی لخوا ايښوول شوي نومونه، عام شي.
په زابل او نورو ولایتونو کې د طالبانو له خوا د ځایونو د نومونو بدلول بېمخینې نه دي. دې ډلې پخوا د زابل پوهنتون په انګړ کې، د ناکامورا په نوم پارک، د ملا روزي خان عاکف په نوم ونوماوه.
همدا راز طالبانو د کابل – پروان دوه سرکه لار، د دې ډلې یو تن ځانمرګې ملاحسن په نوم بدله کړی ده.