۸صبح، کابل: یوه باوري سرچینه وايي، چې طالبانو یو ځل بیا هند ته د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله مخنیوی کړی دی.
یوې سرچینې شنبه د زمري پر اتمه له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل، چې عبدالله یوه اوونۍ مخکې غوښتل هند ته لاړ شي.
د سرچینې په خبره، عبدالله د الوتکې ټکټ هم پېرلی و؛ خو طالبانو هند ته د هغه د سفر مخه نیولې ده.
داسې ښکاري، چې عبدالله عبدالله یو ځل بیا په لنډمهاله توګه ممنوع الخروج شوی دی.
عبدالله عبدالله له دې وړاندې یو ځل هند ته د تګ اجازه لرلې وه. نوموړي هغه مهال هند ته د خپل سفر موخه له خپلې کورنۍ سره لیده کاته بللي و.