۸صبح، ننګرهار: ننګرهار کې یوې ځایي سرچینې ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د میلاد په نوم یو ډاکټر د زړه د درېدو له امله مړ شوی.
سرچینه سهشنبه د لړم پر اوولسمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې دغه ډاکټر نههویشت کاله عمر درلود، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې د زړه ناروغي پیدا کړې وه او د همدې ناروغۍ له امله تېره ورځ په خپل کور کې خپل ژوند بایللی.
که څه هم تر دې مخکې په افغانستان کې د زړه د درېدو له امله یو شمېر کسانو ژوند له لاسه ورکړی؛ خو خلک وایي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغه لړۍ چټکه شوې.
خلک د دا ډول پېښو لامل د طالبانو له لوري پر خلکو په ځانګړي ډول پر لوستي قشر د ژوند کړۍ تنګول، له کاري چاپېریال د خلکو ګوښه کول او له خلکو سره عقدوي چلند یادوي.
خلک پر طالبانو غږ کوي، چې نور دې له دا ډول ناوړه کړنو لاس واخلي او خلکو ته دې کاري فرصتونه برابر کړي.