طالبانو له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نقدي مرستو درېدل رد کړل

۸صبح، کابل: د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک په یوه پیغام کې، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نقدي مرستو د درېدو په اړه راپورړنه رد کړي دي.
دغه بانک یکشنبې د مرغومي په ۱۸مه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د نړیوالو بشردوستانه مرستو د درېدو په اړه ددې بانک د ویاند له قوله راپورونه «واقعیت نه لري».
تېره ورځ ځینو کورنیو او بهرنیو رسنیو ددې بانک د ویاند د څرګندونو پر بنسټ رپوټ ورکړی و چې امریکا او ځینو نورو مرستندویه هېوادونو، د ښځو د کار او زده کړو د مخنیوي په غبرګون کې له دې هېواد سره خپلې مرستې درولې دي.
له بلې خوا، له څو مودې راهیسې د افغانستان بانک د هغو منظمو نقدي مرستو د بستو د ترلاسه کولو په اړه هېڅ خبر نه دی خپور کړی چې د بشردوستانه مرستو په نوم به یې ترلاسه کولې
له دې مخکې به هره اونۍ او یا هم په اونۍ او یا میاشت کې څو ځله د میلیونونو ډالرو نقدي مرستو بستې کابل ته لېږل کېدي او دغه بانک به یې خبرونه خپرول.
تراوسه ددغو مرستو کره شمېر او د مصرف بڼه یې نه ده روښانه شوې؛ خو د هغو مالوماتو له مخې چې د افغانستان بانک خپاره کړي، څه د پاسه یو میلیارد او ۵۰۰ میلیون ډالر نقدي مرستې یوه تجارتي بانک ته لېږل شوې دي.
په دغه پیغام کې ویل شوي، هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د لېږد لامل شي او له اړمنو سره مرسته وکړي، ترې هرکلی کېږي. خو دا نه ده روښانه شوې چې د مرستو وروستۍ بسته څه وخت کابل ته رسېدلې ده.