طالبانو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي څرګندونې رد کړې

۸صبح کابل: د طالبانو ډلې د مالیې وزارت د افغانستان د اقتصادي ناورین په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش څرګندونې له واقعیته لېرې
او غیر عادلانه بللې دي.

د طالبانو د مالیې وزارت د پنجشنبې په ورځ د غويي په ۱۴مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د هېواد په اقتصادي برخه کې مثبت بدلونونه راغلي او د لومړي ځل لپاره کلنۍ بودجه له بهرني ملاتړ پرته له کورنیوسرچینو ورکول کېږي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو ورکول، په کم لګښت د پراختیایي پروژو تمویل، سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرول او د صادراتو او وارداتو د کچې لوړول هغه موارد دي چې د افغانستان اقتصاد يې د ښه کېدو لوري ته سيخ کړی دی.

د طالبانو د مالیې وزارت له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغانستان په اړه خپل بې پرېتوب وساتي او د کنګل شويو شتمنيو د ازادولو او د هېواد پر بانکي سکټور د لګول شويو بندیزونو د لېرې کولو په برخه کې هڅې وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د دغه سازمان د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې وویل، چې دغه هېواد له ستر اقتصادي ناورین سره مخ دی.

ګوترش ټینګار وکړ چې د افغانستان ۹۰ سلنه وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي، په دغه هېواد کې ۶ میلیونه وګړي له قحطۍ سره مخ دي او ۲۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

Back to top button