طالبانو د قصاص حکم د عملي کولو ژمنه بیا تازه کړه

۸صبح، کابل: د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې دغه ډله په هېواد کې د قصاص حکم عملي کولو ته ژمنه ده.
د طالبانو د سترې محکمې اداري مرستیال عبدالمالک حقاني د پنجشنبې په ورځ د غويي په ۱۴مه د دې ادارې پر ټویټر پاڼه د ۴۵ ثانيې ویډیو په خپرولو سره ، د دې ډلې محکمو ته امر کړی چې د قصاص دوسيې په ځیر تيا سره وڅېړي.
په ورته وخت کې حقاني ټینګار کړی چې قصاص شرعي حکم دی او په قرآن کې هم ورته اشاره شوې ده.
د طالبانو د سترې محکمې اداري مرستيال د دغې ډلې له محکمو غوښتي، چې د قصاص دوسيې دې له دقيقې څيړنې وروسته د تاييد او تطبيق لپاره سترې محکمې ته واستوي.
طالبانو تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د قصاص حکم عملي کړی دی.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د قصاص حکم په لومړي ځل د پروسږکال په ليندۍ مياشت کې په فراه ولایت کې پر یوه مجرم تر سره شو.
که څه هم دغه حکم د رسنیو له سترګو لېرې عملي شو، خو د راپورونو له مخې، د دغه ولایت په لوبغالي کې د قصاص حکم د ترسره کېدو پر مهال د طالبانو د ډلې مشرانو حضور درلود.
د يادونې وړ ده، چې په فراه ولايت کې د طالبانو لخوا د قصاص د حکم عملي کېدل له ګڼو کورنيو او بهرنيو غبرګونونو سره مخ شول.