۸صبح، بامیان: په بامیانو ولایت کې باخبره سرچینې وايي چې د طالبانو سیمه ییز چارواکي په تېره د استخباراتو ریاست او د ددې ډلې د والي ورور په دې ولایت کې بشري مرستې په بازار کې پلوري.
باخبره سرچینو د جمعې په ورځ د غويي په لومړۍ نېټه، 8صبح ورځپاڼې ته وویل یو شمېر سازمانونه چې د بشردوستانه مرستو د وېش په برخه کې فعالیت لري، مخکې تردې چې د مرستې رسونې بهیر پیل کړي، د طالبانو د سیمه ییزو یو شمېر چارواکو لپاره د مرستو ځانګړې برخه په نظر کې نیسي.
یوه سیمه ییزه سرچینه چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، وايي « څو ورځې وړاندې مې د بامیانو په بازار کې له خپلو څو تنو ملګرو سره په خپلو سترګو ولیدل چې ددې ولایت د والي ملا عبدالله سرحدي ورور حاجي خان محمد غازي د بشردوستانه شاوخوا 60 کارتونه یې په یوه هټۍ وال وپلورل.»
نوموړي ویلي دي: « دا لومړی ځل ندی. تر دې وړاندې د استخباراتو ریاست هم په ځلونو بشري مرستې پلورلي دي.»
د سرچینې په وینا، هغه مرستې چې د والي ورور په بازار کې پلورلي، شامل پر وریجو، دال، لوبیا او غوړي کیږي چې د یوه چیني خیریه بنسټ، عزیزي بانک او اسلامي بانک نه یې ترلاسه کړي وو.
یوې بلې سرچینې هم ددغې پېښې په منلو سره وايي چې په بامیانو کې ډېری بشري مرستې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو له لوري په آزاد بازار کې پلورل کیږي.
د سرچینو د ویناو پربنسټ، ډیری خلک او مرستندویه بنسټونه د طالبانو له دې کار نه خبر دي، خو د وېرې له امله څه نشي ویلای.
بامیانو کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
ویل کیږي چې تردې وړاندې هم د بامیانو اوسېدونکي د بشردوستانه مرستو د وېش په بهیر کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو له لاسوهنې شکایتونه درلودل او ویلي یې وو چې ددغو مرستو ډېره لږه برخه په اړمنو کورنیو او خلکو وېشل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره سم، د هېواد نیم نفوس له فقر او بې وزلي سره لاس او ګریوان دي.