۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې ځايي سرچینې وایي، چې طالبانو د خپلو ۱۱ جنګیالیو مړي له پریان څخه د پنجشېر مرکز ته ولیږدول.
سرچینې له ۸صبح سره په خبرو کې وايي چې طالبانو د خپلو جنګیالیو مړي دوشنبه د تلې په ۴ د پنجشېر مرکز ته ولېږدول.
د سرچینو په وینا، د طالبانو دغه شمېر جنګیالي یکشنبه د تلې په ۳ د مقاومت ځواکونو په کمین کې په پریان سیمه کې ووژل شول.
د ویلو ده چې د روانې اوونۍ په یکشنبې طالبانو چې غوښتل په پریان ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې ځواکونو پر مرکزونو برید وکړي، د مقاومت جبهې ځواکونو له کمین سره مخ شول.
د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ له دې پېښې وروسته طالبانو په دې ولسوالۍ کې له ۵۰ زیات ملکي کسان شکنجه او زنداني کړي او همداراز یې ددې سیمې کورونو ته اور ورته کړی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو اوونیو کې په پنجشېر، اندراب او بدخشان کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.