طالبانو په غزني کې یو ځوان په ډزو وژلی

۸صبح، غزني: د غزني سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز کې طالبانو یو ځوان هلک په ډزو وژلی دی.

سرچينې د وږي میاشتې په ٢٦مه، ٨صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د غزني ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د غيب قلندر په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو دغه ٢٣ کلن هلک هغه مهال په ډزو وواژه، چې له پوستې څخه د پاملرنې پرته يې موټرسايکل د تېرېدو په حال کې و.

د طالبانو له خوا د هېوادوالو په نښه کول په هېواد کې کومه نوې خبره نه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په غزني کې د طالبانو له خوا په ورته پېښو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي وو.

د معلوماتو له مخې، په دې موده کې د بند سلطان په سیمه کې یو ځوان، د بیزازي په سیمه کې یو تن باغوان او د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست یو کارکوونکی د دغه ولایت د طالبانو د مخامخ ډزو په پایله کې وژل شوي.

ورته لیکنې

Back to top button